image
د چاه آب ولسوالی د رسوبي طلا پروژې راپور::-تخار افغانستان

پیژندنه.

چاه آب چې د افغانستان د تخار ولایت یو ولسوالي ده، د طبعي زیرمو له اړخه غني سیمه ده، چې د کانونو د پاګونې  لپاره د پام وړ ظرفیت ښیي. د 764 مربع کیلومتره مساحت او 63 کلیو په پوښښ سره دا ولسوالي د آب رستاق سیند چې د امو سیند یوه برخه ده په امتداد پرته ده او د تاجکستان سره حدود ټاکي.دا جغرافیایي موقعیت چې د اساسي سړک سره وصل سوی یاده سیمه د ګاونډیو ولسوالیو سره نښلوي چې د کان کیندنې پروژو لپاره د لاسرسي او پراختیا فرصتونه اسانه کوي.

image

Takhar

What I find remarkable is that this text has been the industrys standard

Takhar

What I find remarkable is that this text has been the industrys standard

د پروژې عمومي کتنه:

د چاه آب د رسوبي طلا پروژه د اشنا افغان لیند د پروسس او کان کیندنې شرکت لخوا د کانونو او پترولیم وزارت سره قرارداد سوې، چې د طلا په سپړنه او کیندنه کې د خپل ډول بې مثاله نوښت ښيي. د رسوبي طلا یاده پروژه د غټ مقیاس پروژه ده چې مساحت یې نیژدې 4 کیلومتره مربع دی، چې د طلا د زیرمو پر سپړنه او کیندنې متمرکز ده.

د پروژې اوسنی حالت:

  • جوازونه: د سپړنې او استخراج جوازونه د کانونو او پترولیم وزارت لخوا ورکړل سوي دي او د پروژې عملي چارې پرمخ روانې دي.

  • استخدام: د استخدام کمپاین په بریالیتوب سره وکولی سول چې ډیر کارکونکې استخدام کړي چې د ځایي خلکو لپاره د کاري فرصتونو او د ټولونو ښکیلتیا ته یې وده ورکړل.

د اشنا افغان لیند د پروسس او کان کیندنې شرکت د همدې پروژې د بریالیتوب او پایښت په موخه په یاده پروژه کې تراوسه شاو خوا دیرش میلیونه امریکايي ډالر پانګونه کړې ده.

د سپړنې مرحله ترکار لاندې ده او یو شمیر اساسي فعالیتونه یې سرته رسیدلي دي:
- توفوګرافیک سرویګانې: د ځمکې مفصله ارزونه ترڅو د ساحې له منظر څخه پوهاوی رامینځته سي.
-جیولوجیکي مطالعات: هر اړخیزه جیولوجیکي نقشه کول ترڅو د منرالونو بالقوه زیرمې معلومې کړل سي.
-جیوفزیکي مطالعات: لومړنۍ ارزونې روانې دي ترڅو د ځمکې لاندې معلومات په لاس راوړل سي.
- د رسوبي طلا د استخراج پروسه اوس مهال د یو ستراتیژیک پلان سره پیل سوې چې د څلورو کلونو مودې لپاره ټاکل سوې ده.
- امفصله سپړنه ( څاه کیندنه 1:5000 ) اندازه او کان کیندنه د پرمختګ په حال کې دي، د ساحې د معدني شتمنیو اړوند هیله بښونکې زیري ورکوي.

د پروژې موخې په لاندې ډول دي:

۱: د ټاکل سوي ساحې سپړل ترڅو د ګټې وړ د رسوبي طلا ځایونه په نښه سي.
۲: د کانونو او پترولیم وزارت لخوا د کان کیندنې پلان منظوریدلو سره جوخت د کان کیندنې مرحله پیلول.
۳: د ځایي او هېواد په کچه مسلکي او غیري مسلکي وګړو ته د کاري فرصتونو زمینه برابرول.
۴: د هېواد په خصوصي سکتور کې پانګونه کول.
۵: له هېواد څخه د پانګې د فرار مخه نیول.
۶: هېوادوال دېته هڅول چې په هېواد کې دننه پانګونه وکړي. ۷: بشري سرچینې په اغیزمنه توګه استعمالول، خلاقیت او په صنعت کې چاپیریالي ملګرتیا ته وده ورکول.

راتلونکې ګامونه:

- د اشنا افغان لیند د پروسس او کان کیندنې شرکت پلان لری چې خپلې سرویګانې نورو لویو ساحو ته هم وغځوي چې د طلا د پیژندل سوو زیرمو څخه ګټه پورته کړي، ترڅو ځایي او ملي اقتصاد پیاوړی کړي.
- پایله : لومړنیو جیوفزیکي مطالعاتو ښودلې چې په همدې ساحه کې په لویه کچه د طلا زیرمې شتون لري، چې له اقتصادي پلوه د پروژې بالقوه ګټورتوب ښیي. د اشنا افغان لیند د پروسس او کان کیندنې شرکت د همدې پروژې د بریالیتوب او پایښت په موخه په یاده پروژه کې تراوسه  شاو خوا دیرش میلیونه امریکايي ډالر پانګونه کړې ده.



پایله:

لومړنیو جیوفزیکي مطالعاتو ښودلې چې په همدې ساحه کې په لویه کچه د طلا زیرمې شتون لري، چې له اقتصادي پلوه د پروژې بالقوه ګټورتوب ښیي. د اشنا افغان لیند د پروسس او کان کیندنې شرکت د همدې پروژې د بریالیتوب او پایښت په موخه په یاده پروژه کې تراوسه  شاو خوا دیرش میلیونه امریکايي ډالر پانګونه کړې ده.

راتلونکې ګامونه:

د اشنا افغان لیند د پروسس او کان کیندنې شرکت پلان لری چې خپلې سرویګانې نورو لویو ساحو ته هم وغځوي چې د طلا د پیژندل سوو زیرمو څخه ګټه پورته کړي، ترڅو ځایي او ملي اقتصاد پیاوړی کړي.

image