آشنا افغان لند

د آشنا افغان لند د کان کیندنې او پروسس شرکت جواز د افغانستان د پلي قوانینو او د محدود المسؤلیتو شرکتونو په رعایت او همغږۍ ثبت او صادر سوی دی. دغه شرکت په ۲۰۲۳م کال کې د افغانستان د کانونو په سکتور کې د کورنیو او بهرنیو پانګونو د راجلبولو په هدف د کارموندنې، د هېواد له طبعي زیرمو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د هېواد د عایداتو د زیاتوالي په هدف جوړ سو.
دا شرکت د کانونو په سکتور کې د غوره وړتیاوو او ظرفیتونو لرونکې مسلکي او تخنیکي کارمندانو په ګمارلو او د چاپیریال ساتنې، سپړنې، کان کیندنې او د کانونو د پروسس پروګرامونو د پلي کولو لپاره د پوره پانګې په لرلو سره د ملي او نړیوالې پانګونې د راجلبولو موخه لري چې له یوې خوا د هېواد په اقتصادي بېخ بناوو کې پانګونه رامینځته سي او له بلې خوا د افغان دولت لپاره د عوایدو زمینه برابره سي.

image


اقتصاد


په خپلو فعالیتونو سره موږ کولای سو د صادراتو د عوایدو په زیاتوالي، د کارموندنې، د کانونو د را ایستلو په برخه کې د صنایعو په وده، د بېخ بناوو په پراختیا او د هېواد د اقتصادي پرمختګ په برخه کې فعاله او عملي مرسته وکړو.



image

کارموندنه

تر هغه ځایه چې د کان کیندلو او پروسس پروسه یې مسلکي او غیري مسلکي کاري ځواک ته اړتیا لري، نو دا صنعت کولای سي د کان کیندنو په ساحو او شاوخوا سیمو کې د کار فرصتونه رامینځته کړي، د اقتصادي شرایطو په ښه کولو او د سیمه ییزو اوسېدونکو د عوایدو په تأمینولو کې مرسته وکړي ترڅو ښارونو ته له کوچېدلو مخنیوی وسي.
image

کلیوالی سیموپراختیا

د کانونو ډیری ساحې د هېواد په کلیوالو او لږ پرمختللو سیمو کې موقعیت لري. په دغو سیمو کې د کانونو د فعالیتونو ښه والی د سیمه ییزي پراختیا، د توپیرونو په کمولو، د عایداتو په زیاتولو او په ټولیز ډول د خلکو د ژوند په کیفیت کې د بنسټیز بدلون لامل ګرځي.



image


د چاپیریال ساتنه

د هېواد د طبعي زیرمو په را ایستلو او ګټې اخیستنې کې، موږ تل د هېواد د چاپېريال څخه ساتنه او څارل کوو او د دې پروګرامونو ملاتړ د مخکنيو ټاکل سويو پروسيجرونو په پلي کولو سره کوو.

00 %
د کیفیت رضایت
00 %
د کار موثریت
0 +
روانې پروژې

د لویو پروژو پلټنه وکړئ

تر کار لاندې پروژې: