image

د افغانستان د پنچشیر ولایت د سفید چهر ساحې د زمردو ډبرې د کان کیندنې پروژه.

د پروژې ځای: 

د افغانستان د پنجشیر ولایت د زمرد ډبره په نړۍ کې یو له خورا ارزښت لرونکو او مشهورو قیمتي ډبرو څخه ده. دا ډبره د خپل لوړ کیفیت، ښکلي زرغون رنګ، شفافیت او ښه کیفیت له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. د زمردو کان کیندنه او پلور کولای سي د ځایي اوسیدونکو لپاره د عایدو د یوې مهمې سرچینې په توګه کار وکړي او د سیمې په اقتصادي پرمختګ کې مرسته وکړي. دا فعالیتونه کولای سي د کارموندنې په رامنځته کولو او د ځایی خلکو لپاره د عاید په زیاتولو کې مهم رول ولوبوي.

د اشنا افغان لینډ د کان کیندنې او پروسس شرکت یوه له روانو پروژو څخه د مکني په سیمه کې د زمردو د کان پروژه ده چې د زمردو په کیفیت لرونکي ډبرو کې بډایه ده او د پنجشیر ولایت د حصه اول ولسوالۍ په سفید چهر سیمه کې موقعیت لري. ، چې عرض البلد یې (64 47 26 35) او طول البلد یې (91 28 49 69) دی.

image

پنجشیر

پنجشیر

د پروژې موخې:

1. د کار پیدا کول: د زمردو کان کیندنه معمولا ډیر کار ته اړتیا لري، نو دا مسله کولای سي د ځایي اوسیدونکو لپاره د کار فرصتونه چمتو کړي، د دوی عاید زیات کړي، او په عمومي توګه د دوی د ژوند پرکیفیت باندې خورا ښه اغیزه ولري.
2. د بېخ بناوو پراختیا: د زمردو د کان کیندنې لپاره مناسبو بیخ بناو لکه سړک، بریښنا او اوبو ته اړتیا ده. دا اړتیاوې کولای سي د ځایي بېخ بناوو په پراختیا کې مرسته وکړي او د اوسیدونکو د ژوند کیفیت ښه کړي.
3. د ځایي عوایدو زیاتوالی: د کانونو په رایستلو او خرڅلاو سره ځایي او مرکزي حکومت ته مالیه ورکول کیږي، چې د عامه پروژو او ټولنیزو چوپړونو په پراختیا کې ترې ګټه اخیستل کېږي.
4. د نورو اقتصادي فعالیتونو په حرکت کې کیدل: د دې پروژې د کان کیندنې فعالیتونه کولای سي د اړوندو صنعتونو لکه ټرانسپورټ، رغنیزو او مالي چوپړتیاو په وده کې مرسته وکړي، چې پخپله په سیمه کې د لا اقتصادي پرمختګ لامل کیږي.
5. د مهارتونو پراختیا: د زمردو په دې کان کې د کار فرصتونه د ځایی اوسیدونکو د تخنیکي او مسلکي مهارتونو په لوړولو کې مرسته کولای سي چې په نهایت کې به د هېواد په نورو اقتصادي او ټولنیزو برخو کې هم مثبته اغیزه ولري.

د پروژې ګټې:

افغانستان ډېر ارزښتناک منرالونه لري، چې یو له ارزښتناکو منرالونو څخه د پنجشیر ولایت د مکني کلي د سفید چهر د زمردو ډبره ده. یو له نادرو ملغلرو څخه چې د خپل لوړې روڼتیا له امله بې مثاله دي او هغه څه چې د دې سیمې د زمردو ډبرې قیمت او ارزښت یې لوړ کړی دی د دې ډبرې ډېره روڼټیا، ځلا او ځانګړی رنګ دی. د دې کان ډیری لوړ کیفیت لرونکي زمرد داغونه او سطحې کرښې لري او ځینې وختونه دا داغونه او کرښې د زمرد ډبرې د اصلیت نښه وي. که وغواړو د دې قیمتي ډبرې په ګټو خبرې وکړو، باید ووایو چې د افغانستان د پنجشیر ولایت د دغه کان د زمردو ډبرې یو خاصیت دا دی چې انسان ته زیاته انرژي ورکوي، د زړښت ضد خاصیت هم لري. پوهه، هوښیارتیا، شتمني او قوت هم زیاتوي.
image