آشنا افغان لند

د اشنا افغان لنډ د کان کیندنې او پروسس شرکت جواز د افغانستان د پلي قوانینو او د محدود المسؤلیتو شرکتونو په رعایت او همغږۍ ثبت او صادر سوی دی. دغه شرکت په ۲۰۲۳م کال کې د افغانستان د کانونو په سکتور کې د کورنیو او بهرنیو پانګونو د راجلبولو په هدف د کارموندنې، د هېواد له طبعي زیرمو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د هېواد د عایداتو د زیاتوالي په هدف جوړ سو. دا شرکت د کانونو په سکتور کې د غوره وړتیاوو او ظرفیتونو لرونکې مسلکي او تخنیکي کارمندانو په ګمارلو او د چاپیریال ساتنې، سپړنې، کان کیندنې او د کانونو د پروسس پروګرامونو د پلي کولو لپاره د پوره پانګې په لرلو سره د ملي او نړیوالې پانګونې د راجلبولو موخه لري چې له یوې خوا د هېواد په اقتصادي بېخ بناوو کې پانګونه رامینځته سي او له بلې خوا د افغان دولت لپاره د عوایدو زمینه برابره سي.

image

لیدلوری

د اقتصادي ودې او پراختیا او د هېواد د چاپیریال ساتنې لپاره د عصري او سمارټ میتودونو او حلونو په کارولو سره د طبعي زیرمو مؤثره او دوامداره ګټه اخیستنه. د اشنا افغان د کان کیندنې او پروسس شرکت هیله لري چې د غوره والي یو نمونه سي او نور خلک دې ته وهڅوي چې په صنعت کې د اخلاقي اصولو په پام کې نیولو ترڅنګ د چاپیریال سره مناسبې کړنې تر سره کړي.
image

ماموریت

زموږ شرکت د تجربه لرونکې او مسلکي کاري ځواک د صحي خوندیتوب په ساتلو او جلبولو او د طبعي زیرمو په سپړنې کې د پرمختللو ماشینونو او ټیکنالوژیو په کارولو سره ټولنیز مسؤلیت ته په درناوي سره د هېواد د اقتصادي ودې او چاپیریال ساتنې په هڅه کې دی.
- د کان کیندنې فعالیتونه د خوندیتوب، چاپیریال ساتنې او ټولنیز مسؤلیت د لوړو معیارونو سره سم ترسره کول.
- د کان کیندنې په چارو کې د پرمختللې ټیکنالوژۍ او د صنعت له غوره میتودونو څخه کار اخیستل ترڅو د چاپیریالي اثراتو کچه د صفر تر حده ټیټه سي.
- د اقتصادي، ټولنیزي او کلتوري ودې لپاره د ځایي ټولنو سره دوه اړخیزه مرسته.
- د کان کیندنې د چارو او د ځمکې د مدیریت د غوره مؤثریت، خوندیتوب او دوام لپاره د پرمختللي ټیکنالوژۍ تطبیق کول.
-د افغانستان د کانونو په سکټور کې د تخنیکي پرمختګونو لپاره د څیړنیزو مؤسسو، صنعت پوهانو او نړیوالو شریکانو سره همکاري.
- د اشنا افغان لند د کان کیندنې او پروسس شرکت د هېواد د ځمکنیو او کاني زیرمو مسؤلانه مدیریت، د هر اړخیزې پراختیا پیاوړتیا، د ستراتیژیکو همکاریو له لارې د سیمه ییزو ټولنو تقویت ته ژمن دی.
image

موخې

- د هېواد او نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره د طبعی زیرمو سپړل او کیندنه.
- د کان کیندنې پروسې بډایه کولو کې د عصري ماشینونو، تجهیزاتو او ټیکنالوژیو کارول.
- د مالي او تولیدي زیرمو مؤثر او دقیق تشخیص/تخصیص.
- د هېواد د چاپیریال ساتنې او محافظت د اصولو سره سم د هېواد د طبعي زیرمو څخه غوره او دوامداره ګټه اخیستنه.
- د کاري فرصتونو برابرېدل او د ډیرو کارکونکو په کار ګمارل.
- د کارکونکو حقونو ته درناوی او په کاري چاپیریال کې د دوی خوندیتوب او روغتیا ساتلو ته جدي پاملرنه.
- د کارونې وړ فاضله موادو ریسایکل کول او د هغوی محتاط مدیریت.
- د محلي او ټولنیزو ټولنو ګټو ته پاملرنه او د دوی سره فعال ګډون. د اشنا افغان لند د کان کیندنې او پروسس شرکت موخه دا ده چې د افغانستان د ځمکنې او کاني زیرمو په دوامداره پرمختګ کې مرسته وکړي، په ورته وخت کې د هېواد او ټولنو لپاره د هوسا چاپیریال او مسؤلیت لرونکي راتلونکي ته وده ورکړي.

موهمې دندې

د آشنا افغان لند د کان کیندنې او پروسس شرکت اصلي دندې د جیولوژیکي مطالعاتو او نمونو د ازموینو له لارې د کانونو د زیرمو څیړنه او پیژندنه، د کانونو څخه په بیلابیلو لارو لکه د ځمکې لاندې یا سطحې څخه د کان کیندنې چارې ترسره کول، د کار وړ محصولاتو تولید لپاره د کانونو جلا کول  په ګډون د کرشنگ، پیس کول، او د چاپیریال ساتنې پروګرامونو پلي کول او په اکوسیستم باندې د کان کیندنې منفي اغیزو کمول. د کان کیندنې او پروسس چارو پرمهال د کارمندانو او وسایلو د ساتنې لپاره د خوندیتوب پروتوکولونه رامینځته کول او پلي کول، د خامو موادو او وسایلو پیرلو، ساتلو او ویش کې همغږي او د کان کیندنې او پروسس ټیکنالوژیو په کارولو کې نوښت، ترڅو د تولید زیاتوالی او لګښتونه کم سي.

00 %
د کیفیت رضایت
00 %
د کار موثریت
0 +
روانې پروژې