IMG-20240519-WA0062
د تأسیس کونکې پیغام:

الحاج احسان الله "علـــیزی"

د لوی او بښونکې څښتن په نامه(بسم الله الرحمن الرحیم)
د آشنا افغان لنډ د کان کیندنې او پروسس شرکت، د افغانستان د کانونو په صنعت کې د یوه مخکښ شرکت په توګه، د هېواد د کانونو د کان کیندنې او پروسس په تړاو د خوندیتوب په لوړ معیار او کیفیت سره ژمن دی. زموږ هدف نه یوازې د هېواد د طبعي زیرمو اغیزمنه ګټه اخیستنه ده، بلکې د ټولنې هوساینه او د چاپیریال ساتنه زموږ د شرکت د کاري لومړیتوبونو څخه دي. د نوي ټیکنالوژۍ او متخصص ټیم په کارولو سره، موږ هڅه کوو چې دوامداره پرمختګ ته ژمن پاته سو او خپل ټولنیز مسؤلیت پوره کړو.د آشنا افغان لنډ د کان کیندنې او پروسس شرکت هڅه کوي چې د کانونو د را ایستلو او پروسس کولو په برخه کې د عصري تخنیکونو او غوره مدیریتي کړنلارو په کارولو سره خپل ملت او دولت ته ارزښتناک خدمتونه وړاندې کړي. موږ خپل ټولنیز مسؤلیت ته اهمیت ورکوو او هڅه کوو چې په ټولنیزو او اقتصادي پروژو کې د ګډون له لارې د خپلې ټولنې په وده او هوساینې کې ونډه واخلو. راځئ چې په ګډه د لا زیاتو بریاوو په لور ګامونه واخلو او د خپل هېواد د را روانو نسلونو لپاره په همکارۍ او خواخوږۍ سره روښانه او باثباته راتلونکې جوړه کړو.
 پر آشنا افغان لنډ د کان کیندنې او پروسس شرکت  مو د باور او ملاتړ څخه منندوی یم.
image
image