image
د ینګي قلعه ولسوالی د رسوبي طلا پروژې راپور-تخار افغانستان

پیژندنه

ینګي قلعه چې د افغانستان د تخار ولایت یو ولسوالي ده، د طبعي زیرمو له اړخه غني سیمه ده، چې د کان کیندنې  فعالیتونو لپاره د پام وړ ظرفیت ښیي.د 247 مربع کیلومتره مساحت او 64 کلیو په پوښښ سره دا ولسوالي د آب رستاق سیند چې د امو سیند یوه برخه ده په امتداد پرته ده او یاد سیند، ینګي قلعه له تاجکستان څخه جلا کوي. دا جغرافیایي موقعیت چې د اساسي سړک سره وصل سوی یاده سیمه د ګاونډیو ولسوالیو سره نښلوي چې د کان کیندنې پروژو لپاره د لاسرسي او پراختیا فرصتونه اسانه کوي.

image

Takhar

What I find remarkable is that this text has been the industrys standard

Takhar

What I find remarkable is that this text has been the industrys standard

د پروژې عمومي کتنه:

د ینګي قلعه د رسوبي طلا پروژه د اشنا افغان لیند د پروسس او کان کیندنې شرکت لخوا د کانونو او پترولیم وزارت سره قرارداد سوې. د رسوبي طلا یاده پروژه د غټ مقیاس پروژه ده چې مساحت یې نیژدې 3 کیلومتره مربع دی، چې د طلا د زیرمو پر سپړنه او کیندنې متمرکز ده.

د پروژې اوسنی حالت:

  • جوازونه: د سپړنې او استخراج جوازونه د کانونو او پترولیم وزارت لخوا ورکړل سوي دي او د پروژې عملي چارې پرمخ روانې دي.

  • استخدام: د استخدام کمپاین په بریالیتوب سره وکولی سول چې ډیر کارکونکې استخدام کړي چې د ځایي خلکو لپاره د کاري فرصتونو او د ټولونو ښکیلتیا ته یې وده ورکړل.

د اشنا افغان لیند د پروسس او کان کیندنې شرکت د همدې پروژې د بریالیتوب او پایښت په موخه په یاده پروژه کې تراوسه  شاو خوا شل میلیونه امریکايي ډالر پانګونه کړې ده.

د سپړنې مرحله ترکار لاندې ده او یو شمیر اساسي فعالیتونه یې سرته رسیدلي دي:
- توفوګرافیک سرویګانې: د ځمکې مفصله ارزونه ترڅو د ساحې له منظر څخه پوهاوی رامینځته سي.
- جیولوجیکي مطالعه: هر اړخیزه جیولوجیکي نقشه کول ترڅو د منرالونو بالقوه زیرمې معلومې کړل سي.
- جیوفزیکي مطالعه: لومړنۍ ارزونې روانې دي ترڅو د ځمکې لاندې معلومات په لاس راوړل سي.
- د رسوبي طلا د استخراج پروسه اوس مهال د یو ستراتیژیک پلان سره پیل سوې چې د څلورو کلونو مودې لپاره ټاکل سوې ده.
- مفصله سپړنه ( څاه کیندنه 1:5000 ) اندازه او کان کیندنه د پرمختګ په حال کې دي، د ساحې د معدني شتمنیو اړوند هیله بښونکې زیري ورکوي.

پایله:

لومړنیو جیوفزیکي مطالعاتو ښودلې چې په همدې ساحه کې په لویه کچه د طلا زیرمې شتون لري، چې له اقتصادي اړخه د پروژې بالقوه ګټورتوب ښیي.د اشنا افغان لیند د پروسس او کان کیندنې شرکت د همدې پروژې د بریالیتوب او پایښت په موخه په یاده پروژه کې تر اوسه  شاو خوا شل میلیونه امریکايي ډالر پانګونه کړې ده.

راتلونکې ګامونه:

د اشنا افغان لیند د پروسس او کان کیندنې شرکت پلان لری چې خپلې سرویګانې نورو لویو ساحو ته هم وغځوي چې د طلا د پیژندل سوو زیرمو څخه ګټه پورته کړي، ترڅو ځایي او ملي اقتصاد پیاوړی کړي.

image