د هرات ولایت د پښتون زرغون د اوسپنې د کان پروژه

د پروژې ځای: 

د پښتون زرغون فلزي حدود د هرات ښار په سویل ختیځ کې موقعیت لري او مساحت یې شاوخوا 16.8 کیلومتره مربع دی. یاده ساحه د فلزي زیرمو یو له احتمالي ساحو څخه ده.  د دغه کان ساحه سوېل لوېديځ لوري ته د پښتون زرغون ولسوالۍ په ٣٠ کيلومترۍ کې، د هراتــپښتون زرغون اسفالټ سړک په ١٥ کيلومترۍ او له هرات ښار څخه په ۵۵ کيلومترۍ کې موقعيت لري. دا کاني ساحه د (خسروجان، لوره، توده او بیدک) د کلیو په حدودو کې پرته ده.

لوره او توده د غرونو په لمنه کې پرته  یو غرنۍ سیمه ده، د پراختیایي سیمو اندازه یې 16.815051 کیلومتره مربع ده او میلان لري. د اوسپنې دغه کان د پښتون زرغون ولسوالۍ له مرکز څخه په (٢٠) کيلومترۍ کې د تودې، لوره، خسرو جان، بيدک په کليو کې موقعيت لري، دا سیمه له هوايي ډګر څخه په ۳۵ کیلومترۍ او د پښتون زرغون ولسوالۍ له ډمبر سوي سړک څخه ۱۰ کیلومتره د سړک په ښۍ خوا کې موقعیت لري.

image

هرات

هرات

د پروژې موخه

د دې پروژې موخه د اوسپنې په پراختیا سره د فولادو د خامو موادو د برابرولو په برخه کې پانګونه ده، چې په نتیجه کې د هېواد او ځايي خلکو د اقتصادي ودې ترڅنګ د ځپل سویو سیمو د بیارغونې او احیاء لامل سي. د یادولو وړ ده چې د پښتون زرغون پروژې دوامداره اقتصادي چارې د افغانستان د اسلامي امارت د قوانینو او مقرراتو سره سم پرمخ تللي او د اشنا افغان لینډ شرکت هوډ لري چې د خپلو کارونو په ټولو برخو کې ورته دقت وکړي. د دې پروژې یو له مهمو موخو څخه د فولادو د خامو موادو برابرول دي، چې په پایله کې، د مختلفو صنعتونو اړتیاوې پوره کوي. د دې پروژې بله موخه د کارموندنې رامنځته کول او د ځایي سیمو د عایداتو زیاتوالی او همدارنګه د ملي اقتصاد ښه کول دي، ترڅو د بېخ بناوو لکه د سړکونو، برېښنا او اوبو  پراختیا چې د خلکو د ژوند په ښه کولو کې مثبته اغېزه لري. په پای کې، د دې پروژې موخه د طبعي زیرمو دوامداره مدیریت او د هېواد په چاپیریال باندې د پروژې د فعالیتونو د منفي اغیزو کمول دي.

د پروژې موخې په لاندې ډول دي:

1. د فولادو لپاره د اولنیو ګټورو موادو په ځانګړو سو ساحو کې سپړنه.
2. د کانونو او پترولیم وزارت لخوا د کان کیندنې پلان له منظورۍ څخه وروسته د کان کیندنې د پړاو پیل.
3. د ځایي او سیمې اوسیدونکو د مسلکي او غیري مسلکي کسانو لپاره د کارموندنې فرصت رامینځته کول.
4. په هېواد دننه د خصوصي سکتور په برخه کې پانګونه.
5. له هېواد څخه د سرمایې د تیښتې مخنیوی.
6. په هېواد کې دننه د پانګونې لپاره د هېوادوالو هڅول.
7. له بشري سرچینو څخه اغیزمنه ګټه اخیستل.


د پروژې د ساحې ګټې:

1. د میګنیتایت مناسب معیار.
2. په ساحه کې د برجا او پلاسر د زیرمو شتون.
3. د ساحې په ۱۰ کیلومترۍ کې د ډمبر سوو ارتباطي لارو شتون.
4. د لسو کلومترو په اندازه د خاورین سړک شتون.
5. په نیژدې راتلونکې کې د اورګاډي پټلۍ جوړېدل تر هرات- اسلام قلعه او پښتون زرغون درې لارې پورې.
6. د پروژې د ساحې نیژدېوالۍ ایران ته (تقریبا ۱۵۰ کیلومتره).
7. په پوره کچه د مناسب کاري ځواک شتون.
8. د افغانستان د کانونو او صنعتونو په برخه کې د ایراني لوري د پانګونې په اړه د افغانستان اسلامي امارت د چارواکو او مشرانو همغږي او هرکلی. 9. د پخوا په پرتله د امنیتي وضعیت ښه والی.

د پښتون زرغون پروژې د کان کیندنې کړنلاره او ډیزاین:

  • د آشنا افغان لند د کان کیندنې او پروسس شرکت د جیولوژیکي شرایطو، د زیرمو مورفولوژي او اقتصادي ملحوظاتو پراساس د کان کیندنې ترټولو مناسب میتود ارزولی او غوره کړي.
  • د آشنا افغان لند د کان کیندنې او پروسس شرکت به د کانونو د ډیزاین، د بېخ بناوو اړتیاوې، او و سایلو د انتخاب په ګډون د کانونو دقیق پلانونه جوړ او وده ورکړي.
  • د پروژې اړوند د احتمالي خطرونو او ناڅرګندتیاو پیژندل او ارزول په ګډون د تخنیکي ، عملیاتي ، مارکیټي او نظارتي خطرونو.
  • د خطر کمولو ستراتیژیو پراختیا او د پروژې احتمالي خطرونو ته د لاس رسي او کمولو لپاره یې احتمالي پلانونه.
  • د آشنا افغان لند د کان کیندنې او پروسس شرکت به دقیقي جیولوژیکي سروېګانې او سپړنې ترسره کړي ترڅو د اوسپنې د زیرمو کیفیت او ویش په سمه توګه اټکل کړي.
  • د آشنا افغان لند د کان کیندنې او پروسس شرکت به د سپړلو پرمختللي تخنیکونه لکه برمه کول او د ډبرو د جسمي نقشې نمونې اخیستل او د کانې زیرمو مشخص کولو لپاره وکاروي.
image